د رئیس پېژندنه

Thumbnail

 میرمن فاطمه – ګیلانی د افغانستان د معزز مذهبی مشر ښاغلی پیر سید احمد- ګیلانی فرزند په کال ۱۹۵۴/۱۳۳۳ د کابل په ښارکی زیږیدلی ، دملالی لیسی ځخه د فراغت وروسته، لوړ تحصیلات یی د ایران د اسلامی جمهوریت په ملی پو هنتون کی ترسره کړی او خپله ماستری یی د اسلامی علومو په څانګه کی د انګلیستان د اسلامی پوهنتون ( Muslim Collage) څخه لاسته راوړ.
میرمن فاطمه - ګیلانی د جهاد په دوران کی د مجاهدینو د ویاند په توګه دنده ترسره کړی اود ماشومانو د پالنی او د ټپی مجاهدینو د درملنی په برخه کی د ستاینی وړ خدمتونه ترسره کړی دی .

نور

د سکرټرجنرا ل پېژندنه

ډیر ژر ...

اعلانونه

نور

د سره صلیب او سری میاشتی نړیوال غورځنګ

Thumbnail

 دسره صلیب او سری میاشتی نړیوال غورځنګ تاریخچه

په کال ۱۸۵۹ م ځوان سویسی سوداګر د سوداګریزو چارو د پاره د ایتالیا هیواد ته سفر کاوه چی دیوی ناوړی او کرغیړن پیښی سره مخامخ شول ...

نور

د افغانی سری میاشتی ټولنی د هویت پیژندنه

Thumbnail

دافغاني سرې مياشتې ټولنه يوه ناپلوې، خپلواک او رضاکاره خېريه ملي ټولنه ده چې  ۷۷ کاله پخوا د جګړې قربانيانو، د طبيعي ناوړو پيښو مصيبت ځپلو او د اړتيا په صورت کې، ټولو اړمنو کسانو سره د  توپيره مرستی لپاره رامنځ ته شوی چی دا قیمومیت یی د دولت لخوا په رسمیت پیژندل شوی هم ده . دغه خیریه ټولنه   د هیواد په ټولو سیمو کی د رضاکارانو د پراخی شبکو  او ولایتی ځانګو په درلودلو سره بشرپال فعالیت سرته رسوی . هر هیواد وال کولای شی د دی ټولنی غړیتوب ترلاسه کړی او پدی توګه د لارښود هیئت د ټاکنی په چاروکی ګډون  اویاهم خپل ځان نوماند کړی. دسری میاشتی د بشرپالو خدمتونو لګښت ددی ټولنی د عایداتی سرچینو، دسره صلیب اوسری میاشتی د نړیوال غورځنګ د مرکبو، د غړیو مرستواو... لخوا تامینیږی او هر هغه مرسته چی د غورځنګ د بنسټیزو اصولو او د ټولنی د اساسنامی د احکاموسره مغایرت ونلری په ورین تندی منی ، همدا اوس سره میاشت د پیښو اداری ( دناوړو پیښو د زیانمنو سره مرسته ) ،روغتیایی خدمتونه ( د بیوزلو ناروغانو په وړیاتوګه درملنه)، مرستون( د بیوزلو کورنیو او افرادو ساتنه او پالنه)، دماینونو د خبرتیا، د بندیانو او ورکو خلکو پلټنی او دهغوی اړیکی ددوی د کورنیو سره برقرارول، کاردخوړو په بدل کی او د حرفوی زده کړی او نورو ګټورو ځانګو کی فعالیت کوی . سره میاشت د سره صلیب د نړیوالی کمیټی او  د سره صلیب او سری میاشتی د نړیوال اتحادیی غړیتوب یی ترلاسه کړی او پدی توګه  دملی او نړیوال هویت په درلودلو سره په هیواد  او نړی کی پیژندل شوی با اعتباره خیریه ټولنه ده .