په دې وروستيو کې د سرې مياشتې د روغتيايي خدمتونو رياست لخوا، پنځوس تنه ناروغو ماشومانو د درملنې لپاره  روغتونونو ته ور وپيژندل شول. د روغتيايي خدمتونو رياست د رپوټ پر بنسټ، ١٥ تنه ناروغ ماشومان چې د زړه په سوري ناورغۍ اخته و، په کابل کې د ماشومانو د فرانسې روغتيايي انستيټوټ او ٣٥ تنه نورو ناروغ ماشومان د پاکستان هيواد د الرحمان روغتون ته  د در ملنې لپاره وليږدول شول.

English   دری
   
دعمومی رییس بیو گرافی
دسکرترجنرال بیوگرافی
     
     
ویب میل

Google ARCS
تشکيلاتي جوړښت
دافغاني سرې مياشتې تشکيلاتي جوړښت په دوه برخو ويشل شوئ دئ :
١- رهبري يا مشرتابه

٢- اداره رهبري يا مشرتابه
د افغاني سرې مياشتې ټولنې د اساسنامې له مخې رهبري يا مشرتابه د لوي رئيس په ګډون د ۱۲ كسانو د رهبري بورد له غړو څخه جوړيږي. د مشرتابه بورد د نورو ځانګړو مسووليتونو په درلودلو سره دنده لري تر څو د ملي ټولنې مهم تصميمونه و نيسي ، د ملي ټولنې سكرتر جنرال و ټاكي او دملي ټولنې چارې باندې نظارت او څارنه وكړي. د مشرتابه بورد غړي د لوي رئيس په شان د عمومي مجمع لخوا د ټاكنو د ليارې ټاكل كيږي

اداره

د ادارې برخه د ملي ټولنې د اساسنامې له مخې د ملي ټولنې اجرائيوي څانګه ده چې د سكرترجنرال په ګدون د ملي ټولنې ټول رياستونه او كاري برخي جوړوي. دغه څانګه د مشرتابه هيئت په لارښوود د ملي ټولنې ټولې كارې چارې د سكرترجنرال تر نظارت لاندې پرمخ بيايي
خبرونه لاتری فعاليتونه ستاسو مرستي تشکيلاتي جوړښت دسرې مياشتې پيژندنه دنهضت اساسنامه
Copyright©2008 Afghan Red Crescent Society