الحاج عبدالغني کاظمي د الحاج عبدالغياث زوى په کال ١٣٤٢ کې دهلمند ولايت د لښکرګاه په ښار کې په يوه دينداره کورنۍ کښې نړۍ ته راغىء. نوموړي خپلې زده کړې د هلمند ولايت دلښکرګاه په ليسه کې پاى ته ورسولې او لوړې زده کړې يې د ټولنيزو علومو په پوهنځۍ که سر ته ورسولې.
نوموړي د هلمند په ولايت کې د افغانستان د خلکو د جهاد په وخت کې خپله ملي او اسلامي دنده د يوه بريالي او نامتو قوماندان په صفت ادا کړه. هغوِی نه يواځې په پوځي بلکې په سياسي او ټولنيز ډګر کې هم خپل لوړوالىء ثابت کړىء او د قدر وړ کارونه يې خپلو خلکو او هيواد ته د خدمت په موخه په يادو شويو څانګو کې سرته رسولي دي او په ادارى او منجمنت برخه کې هم پوره تجربه لري.
ښاغلىء کاظمي په کال ١٣٨١ کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې د لومړي مرستيال په توګه وټاکل شو او په کال ١٣٨٤ کې د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال غورځنګ د معيارونو پر بنسټ او د رهبرۍ او ادارې په تفکيک سره د افغاني سرې مياشتې ټولنې د سکرتر جنرال په توګه وټاکل شو.
|