په دې وروستيو کې د سرې مياشتې د روغتيايي خدمتونو رياست لخوا، پنځوس تنه ناروغو ماشومانو د درملنې لپاره  روغتونونو ته ور وپيژندل شول. د روغتيايي خدمتونو رياست د رپوټ پر بنسټ، ١٥ تنه ناروغ ماشومان چې د زړه په سوري ناورغۍ اخته و، په کابل کې د ماشومانو د فرانسې روغتيايي انستيټوټ او ٣٥ تنه نورو ناروغ ماشومان د پاکستان هيواد د الرحمان روغتون ته  د در ملنې لپاره وليږدول شول.

English   دری
   
دعمومی رییس بیو گرافی
دسکرترجنرال بیوگرافی
     
     
ویب میل

Google ARCS
لاتری
لکه څنګه چه افغاني سره مياشت دبشر پالنې د لوړو موخو لپاره كار كوي او تل يې دطبيعي او غير طبيعي پېښو په حالت کې له مصيبت ځپلو (لکه سېلاب، زلزله، اورلګېدنه، وچکالۍ، جګړه ځپلو) سره خپلې مرستې کوي چې دا مرستې په مادي او معنوي ډول سره صورت مومي. دسرې مياشتې د عايداتو له ډلې څخه دلاتري دتکټونو پروسه ده په هېواد کې ٢٦ کلنه سابقه لري او دهغه خرڅلاو په ټول هېواد کې مروج شوى چه په لومړيو کلونو کښې ددې لپاره چې ګران هېواد وال ددې پروسې سره آشنا نه وو پچه اچونې سلسله يې ډېره ورو روانه وه اما دورځو په تېرېدو سره دغې سلسلې پر مختګ کړئ او لاامايې په دغه پروسه كې د صداقت، شفافيت شتون دئ . د لاترۍ د ټكټونو څخه راغلي پيسې يواځې د بيوزلو كسانو د لاس نيوي په موخه په مصرف رسيږي. افغاني سره مياشت دګرانو هېواد والو لپاره دلاتري دتکټونو دخرڅلاو له ليارې دغوره خدمتونو مصدر ده چه دهغوئ دبشر پالنې او دانساني کرامت ته په پام کې نيولو سره مرسته کوي. له بلې خوا افغاني سره مياشت هغو هېواد والو ته چه متعلمين. معيوب، نا بينايان او دکار کولو توان نلري په سلو کې ٥ فيصده دکميشن په ورکولو سره مرسته کوي څو دلاتري دتکت دخرڅلاو له ليارې ځانته نفقه پيدا کړي. ددې لپاره چه افغاني سرې مياشتې دګرانو هېواد والو لپاره غوره خدمتونه کړى وي دلاتري دتکټونو دعوايدو او لاس ته راوړنو څخه ئې په وارسره دهېواد په ٣٤ ولايتونو کې له ٤٠٠ ( کونډو معيوبو، او معلولو )کورنيو سره غذايي او غير غذايي توكو په هره مرحله کې مرسته کړې. همدا راز اوس- اوس د دغې پروسې څخه لاس ته راوړل شوې پيسې د هغو ماشومانو په درملنه كې په مصرف رسيږي كوم چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته وي او تراوسه پورې د زيات شمير ماشومانو درملنه شوې اود نورو لاهم روانه ده. د افغاني سرې مياشتې ټولنه د خپلو هيواد والو پوره ملاتړ ته اړتيا لري او هيله كوي ترڅو زمونږ ټول هيواد وال ورسره د بشرپالنې د لوړو موخو د لاس ته راوړلو لپاره جوګه شي

د لاترۍ ټکټونو دوهم پړاو پچه اچونه وشوه

د افغاني سرې مىاشتې ټولنې د لاترۍ د ټکټونو د ١٣٨٨ لمرىز کال دوهم پړاو د روان کال د چنګاښ په ٧ مه نىټه د وزىرانو شورا د دارالانشاء او د چارو د ادارى لـــــــــوى رىــــاســـــت، ســـــــوداګري، مــــاليي او کورنىو چارو وزارتونو، د ملي امنىت عمومي رىاست، لـوى څـــــارنوالي، د ســـــــرې مىاشتې پلاوي او د لاترۍ د ټکټونو د پىرودونکو او مىنه والو په وړاندى د آرتل د پله په سىمه کې د سرې مىاشتې د ټولنې په دفتر کې پچه اچونه وشوه. په دغه پړاو کې ( ٢٠٣) نغدي او غير نغدي جاىزې شاملې وې او ټول سل زره چاپ شوي ټکټونه په مکمله توګه پلورل شوي وو. د دې پړاو غوره جاىزه چې (١٠٠٠٠٠٠) ىو مىلىون افغانۍ وه، د ( ١٦٠٤٦١) شمىره ټکټ سره سمون وموند. د پچه اچونې په پىل کې د لاترۍ ټکټونو مدير خبرې وکړې، وې وىل چې ګرانو هىوادوالو د لاترۍ د ټکټونو په اخىستلو سره له ىوې خوا خپل ځانته ګټه رسوۍ او له بلې خوا دغې ملي خىرىه ټولنې ته ګټه رسوۍ، ځکه چې د سرې مىاشتې د لاترۍ ټکټونو د عواىدو څخه هغو ناروغانو چې د زړه دسوري په ناروغۍ اخته وي، د هغوى په درمنله کې مرسته کىږي
خبرونه لاتری فعاليتونه ستاسو مرستي تشکيلاتي جوړښت دسرې مياشتې پيژندنه دنهضت اساسنامه
Copyright©2008 Afghan Red Crescent Society