په دې وروستيو کې د سرې مياشتې د روغتيايي خدمتونو رياست لخوا، پنځوس تنه ناروغو ماشومانو د درملنې لپاره روغتونونو ته ور وپيژندل شول. د روغتيايي خدمتونو رياست د رپوټ پر بنسټ، ١٥ تنه ناروغ ماشومان چې د زړه په سوري ناورغۍ اخته و، په کابل کې د ماشومانو د فرانسې روغتيايي انستيټوټ او ٣٥ تنه نورو ناروغ ماشومان د پاکستان هيواد د الرحمان روغتون ته د در ملنې لپاره وليږدول شول.