د اچ آى وي/ايدز د سروې رپوټ وړاندې شو
سږ کال د بلخ او هرات ولايتونو د اچ آى وي/ايدز رپوټ د هوپ نړيواله مؤسسه سلاکارانو ، د افغاني سرې مياشتې ټولنې د اچ آى وي/ايدز د پروژې مسؤول لخوا او د سرې مياشتې د روغتيايي خدماتو او د سره صليب او سرې مياشتې د فدراسيون تر نظر لاندې چې راټول شوي وء، د روان کال د زمري د مياشتې په ١١ مه نيټه د افغاني سرې مياشتې ټولنې د کنفرانسونو په تالار کې وړاندې شول.
په دې غونډه چې د افغاني سرې مياشتې د ټولنې عمومي رئيسه آغلې فاطمه ګيلاني، د ماشومانو په برخه کې د ولسمشر سلاکار او د سرې مياشتې د لارښود غړي آغلې آمنه افضلي، د عامي روغتيا وزارت د ايدز پروګرام کارکوونکو، د ځينو ښوونځيو ښوونکو او د نورو نړيوالومؤسسو کارکوونکو ګډون درلود، د ښوونځيو ښوونوکو، زده کوونکو او د کورنيو د اچ آى وي/ ايدز د معلومات د کچې په اړه راټول شوې سروې رپوت وړاندې شو.
د خپرونو او لټون همغږي غونډه جوړه شوه
د زمري د مياشتې په ٥ مه نيټه د منطقوي د مسؤولينو غونډه د اطلاعاتو او خپرونو رياست په تالار کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې د اطلاعاتو او خپرونو تر رياست لاندې ، او د افغاني سرې مياشتې د ټولنې د کابل، ننګرهار، بلخ، کندهار او هرات د زونونو مسؤولينو او د سره صليب نړيوالې کميټې استازو په ګډون جوړه شوه.
غونډه د کلام الله مجيد د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل او وروسته د اطلاعاتو او خپرونو رئيس وليد اکبر سروري نوموړې غونډه پخپلې ويناو سره په رسمي توګه پرانيسته او د مهمو موخو په هکله يې خبرې وکړې. نوموړې غونډه چې يو همغږې غونډه و، د بيلابيلو موضوع ګانو لکه د خپرونو او لټون د کارکوونکو اړتيا، د ساحوي او منطقوي مسؤولينو د دندو د لايحې، رپوټ د وړاندې کولو سيسټم، د ستونزو د لارې آوارول او پلانونو په هکله خبرې وشوه.
همدا رنګه ؛د خپرونو او لټون روزنيز ورکشاپ د چنګاښ په ٢٨ مه نيټه د مرکز د ساحوي په رياست کې جوړه شوه. په نوموړې ورکشاپ چې څلور ورځي دوام درلود، د خپرونو او د لټون د فعاليتونو، د بشري ارزښتونو، د ملکي وګړو ملاتړ، او د سره صليب او سرې مياشتې د نړيواله غورځنګ او په ځانګړې توګه د افغانستان د ملي ټولنې د موخو، تکلارو او فعاليتونو په اړه هر اړخيز معلومات د ولايتونو د نمايندګيو د خپرونو کارکوونکو ته د اطلاعاتو او خپرونو د مسؤولينو لخوا وړاندې شوه..
د کابل د مرستون طعام خانه پرانيستل شوه او د سرې مياشتې
د مشعل بيات ښوونځې د الحاقيه ودانۍ د بنسټ ډبره کيښودل شوه
د کابل د مرستون طعام خانه د پټۍ په پريکولو سره چې د افغاني سرې مياشتې د ټولنې عمومي رئيسې آغلې فاطمه ګيلاني، د سرې مياشتې د ټولنې د لارښود غړي ښاغلې محمد نعيم ديندار لخوا او د سرې مياشتې ټولنې د سکرتر جنرال مرستيال ښاغلي محمد ظاهر وليزاده او ددې ټولنې ځينې رئيسانو او کارکوونکو په ګدون سره د روان کال د زمري په ٧ مه نيټه پرانيستل شوه.
نوموړې خونه چې په يوه پور کې په پخښه او اساسي توګه د ٤٠٠ متر مربع ځمکې ته او د افغاني سرې مياشتې ټولنې د بودجې لخوا د څلور ميليونو اووه سوه زره افغانۍ په لګښت سره جوړه شوې دي.
همداشان په يوه بله خبر؛ د سرې مياشتې د مشعل بيات د منځنې ښوونځې د الحاقيه بله خونه د بنسټ ډبره د افغاني سرې مياشتې ټولنې عمومي رئيسې آغلي فاطمه ګيلاني او د سکرتر جنرال مرستيال ښاغلې محمد ظاهر وليزاده لخوا کيښودل شوه.
نوموړې خونه چې په دوه پور کې په پخښه او اساسي توګه د ٥٠٠ متر مربع ځمکه چې پکې ١٦ ټوليګو او نور ټول ضروري خونو سره د افغاني سرې مياشتې ټولنې د بودجې لخوا چې اووه ميليونو او نهه سوه زره افغانۍ په لګښت سره د شپږ مياشتو په مودې کې د بصير مدد لميتډ د شرکت څخه جوړه شي.
|