د افغاني سرې مياشتې ټولنې د لاترۍ د ټکټونو د ١٣٨٧ كال دريم پړاو د همدې کال د چنګاښ په ١٠ مه نيټه د وزيرانو شورا د دارالانشاء او د چارو د ادارې لوى رياست، سوداګرۍ، ماليې او کورنيو چارو وزارتونو، د ملي امنيت عمومي رياست، لوى څارنوالۍ، د سرې مياشتې پلاوي او د لاترۍ د ټکټونو د پيرودونکو او مينه والو په وړاندې د آرتل د پله په سيمه كې د سرى مياشتې ټولنې په دفتر کې قرعه کشي وشوه .
په دغه پړاو کې (٥٠١) نغدي او جنسي جايزې شاملې وې او سل زره چاپ شوي ټکټونه په بشپړه توګه پلورل شوي وو. د دې پړاو غوره جايزه چې (٦٠٠٠٠٠) شپږ سوه زره افغانۍ وه، د (١٠٣٣٣٩) شميره ټکټ سره سمون وموند.
د قرعه کشۍ په پيل کې انجنير مراد دفتانى د افغاني سرې مياشتې ټولنې د پراختيا او پاليسي مرستيال خبرې وکړې او زياته يې کړه چې ګرانو هيوادوالو د لاترۍ ټکټونو په اخيستلو سره له يوې خوا خپل ځانته ګټه رسوۍ او له بلې خوا دغې ملي خيريه ټولنې ته ګټه رسوۍ، ځکه چې د سرې مياشتې د لاترى ټکټونو د عوايدو څخه اړينو خلکو سره مرسته کيږي.
پورته ^
ښاغلئ عنايت الله د حاجي سيد رحيم زوى چې ٢٩ کاله عمر لري او دکابل ولايت د سروبي ولسوالۍ د جګدلک له سيمې څخه دئ. شل کال کيږي چې په خپل سترګو کې ستونزي لري او دوه مياشتې مخکې د افغاني سرې مياشتې ټولنې لخوا د درملنې د پاره هندوستان هيواد ته ليږل شوي و. نوموړي د سترګو انستيتوټ
(L.V.PARSAD EYE INSTITUT) د حيدر آباد په ښار کې د درملنې لاندې و، چې له جراحى عملياتو څخه وروسته روغ او رمټ بيا هيواد راستون او خپلې کورنۍ سره يو ځاى شو.
عنايت الله چې د خپلو سترګو روغتيايې بيرته لاس ته رواړې ده ، د افغاني سرې مياشتې ټولنې څخه خپل خوښي څرګنده کړه او داسې يې وويل :
(( سره مياشتې زما ژوند بيرته راکړ ، زه له سرې مياشتې څخه مننه کوم. ))
د تللو او راستنيدو کرايه، د بستر او عملياتو او نورو د مصارفو لګښت د افغاني سرې مياشتې ټولنې لخوا ورکړل شوي دي. د يادولو وړ بولم چې ، نوموړئ شپږ مياشتو څخه وروسته بيرته بيا د جراحې عملياتو د تر سره کولو دپاره هندوستان هيواد ته ځې.
پورته ^