پښتو | دري | English
 
Check Email   
   
 
  Photo Gallery

 
  Pashto / Dari

 
د لاترۍ ټکټونو څلورم پړاو قرعه کشی شوه
د افغاني سرې مياشتې ټولنې د لاترۍ د ټکټونو د ١٣٨٧ كال څلورم پړاو د همدې کال د زمرى په ٣١ مه نيټه د وزيرانو شورا د دارالانشاء او د چارو د ادارې لوى رياست، سوداګرۍ، ماليې او کورنيو چارو وزارتونو، د ملي امنيت عمومي رياست، لوى څارنوالۍ، د سرې مياشتې پلاوي او د لاترۍ د ټکټونو د پيرودونکو او مينه والو په وړاندې د آرتل د پله په سيمه كې د سرى مياشتې ټولنې په دفتر کې قرعه کشي وشوه . په دغه پړاو کې (٥٠١) نغدي او جنسي جايزې شاملې وې او سل زره چاپ شوي ټکټونه څخه (٩١٤٥٦) قطعې پلورل شوي وو او (٨٥٤٤) نورې د هيئتونو په وړاندې وسوځل شو. د دې پړاو غوره جايزه چې (٥٠٠٠٠٠) شپږ سوه زره افغانۍ وه، د (١٨٩٦٤٧) شميره ټکټ سره سمون وموند.
د قرعه کشۍ په پيل کې جلال الدين خاموش د لاترې ټکټونو لوى مدير خبرې وکړې او زياته يې کړه چې ګرانو هيوادوالو د لاترۍ ټکټونو په اخيستلو سره له يوې خوا خپل ځانته ګټه رسوۍ او له بلې خوا دغې ملي خيريه ټولنې ته ګټه رسوۍ، ځکه چې د سرې مياشتې د لاترى ټکټونو د عوايدو څخه اړينو خلکو سره مرسته کيږي.
 
پورته ^
٥٠٧ معلول او معيوبو کورنيو سره مرسته
٥٠٧ معلولو او معيوبو کورنيو سره خوراكي توکي د افغاني سرې مياشتې ټولنې لخوا مرسته وشوه.
دا مرستې په هغو معلولو او معيوبينو کورنيو چې په کابل ښار کې د بيلا بيلو ناحيو ژوند کوې، د روان کال د زمرى په ٢٤ مه نيټه د افغاني سرې مياشتې ټولنې د معلولو او معيوبينو دچارو سلا کار لخوا وويشل شوې. پدي بشرپالنه مرسته كې هرې کورنۍ ته يوه ٢١ کيلوګرامه اوړه او ٥ ليتره غوړي مرسته وشوه.
 
پورته ^
Under constructions
 
Top^
 
Home | Login | Conatct Us
 Designed & Developed by LiwalNet © 2006 ARCS. All Rights Resrved