څرنګه چې جوته ده د افغاني سرې مياشتې ټولنه په هيواد کې يواځنۍ خيريه ملي ټولنه ده چې د طبيعي او غير طبيعي پيښو په وړاندې د بيوزلو کسانو سره مرستې سر ته رسوي چې دادىء يو ځل بيا د اسلامي پراختيايي بانک په مرسته بشري مرستې هيوادوالو ته وړاندې کوي.
څرنګه چې جوته ده د تير کال د ژمي پر مهال زمونږ زيات شمير هيوادوال د هيواد په ګوټ ګوټ کې د سختو واورو وريدلو له امله زيانمن شول. د افغاني سرې مياشتې ټولنې په چټکتيا سره خپل بشري عمليات پيل کړل ٢ مخ
او همدا راز خپل فعاليتونه يې د بهرنيو مرستو د جذبولو لپاره هم ګړندي کړل. د همغو هڅو په پايله کې وه چې زيات شمير هيوادوالو په بهر کې او همدا راز ګڼ شمير نړيوالو سازمانونو له افغاني سرې مياشتې ټولنې سره مرستې تر سره کړه.
د همدي لړۍ په دوام د وري د مياشتې په ٢٨ مه نيټه د اسلامي پراختيايې بانک لخوا د افغاني سرې مياشتې ټولنې په همکارۍ د (٢٢٧٠٠٠) دوه سوه او اوه ويشت زرو امريکايي ډالرو په ارزښت، د کابل او هرات په ولايتونو کښې (٥٠٠٠) کورنيو ته خوراکي او غير خوراکي مرستې تر سره کيږي او په همدې ورځ دغه لړۍ د کابل په ښار کې پيل کيږي.
په دغو مرستو کې اوړه ، وريجې، غوړي، لوبيا، بوره، شودې، چاى، خيمې، کمپلې او درمل شامل دي.
همداشان؛ نوموړى پلاوى او د افغاني سرې مياشتې د هيئت سره هرات ولايت ته سفر وکړ.
پورته ^